د کرکټ د اسيايي جام په سياليو کې، افغانستان سريلانکا ته ماته ورکړه

افغانستان، د کرکټ د اسيايي جام په سياليو کې خپله لومړۍ مسابقه چې د سريلانکا په وړاندې وه وګټله.

 پرون په ابوظبۍ کې د دې مسابقې پچه يا ټاس افغانستان وګاټه او د بېټنګ کولو پرېکړه يې وکړه.

افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سريلانکا ته د ٢٥٠ منډو هدف وټاکه.

سريلانکا يوازې وتوانېد ١٥٨ منډې وکړي او ټول لوبغاړي يې په دوڅلوېښتم اوور کې وسوځېدل.

د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول فريد هوتک رسنیو ته وويل افغان لوبغاړي په ټولو برخو کې ښه وځلېدل:

”د افغانستان له لوري په توپ وهنه، توپ اچونه او توپ نيونه کې لوبغاړو ښه لوبه ترسره کړه. بالاخره ويې کړاى شول چې د افغانستان لپاره په اسيايي جام سياليو کې لومړۍ بريا ترلاسه کړي.“

سريلانکا چې د نړۍ له غښتلو ټيمونو ګڼل کېږي، تېره شنبه خپله لومړۍ مسابقه چې د بنګله دېش په وړاندې وه، د ١٣٧ منډو په توپير وبايلله.

د افغانستان په وړاندې له ماتې سره سريلانکا د اسيايي جام له نورو مسابقو څخه محرومه شوه.

په اسيايي جام کې د افغانستان دويمه مسابقه د راتلونکې پنج شنبې په ورځ په ابوظبۍ کې له بنګله دېش سره ده.


پرنت   ايميل