کرېکټ: افغان لوبډله او محمدنبي ۱۰۰مه یو ورځنۍ لوبه کوي

افغانستان تر اوسه ۹۹ یو ورځنۍ یا پنځوس اوره لوبې کړې او نن د اګسټ ۲۹مه له ایرلنډ لوبډلې سره کېدونکې لوبه به یې ۱۰۰مه هغه وي.

د کرېکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان تر اوسه په خپلو کړو ۹۹ لوبو کې ۵۲ لوبې ګټلې او ۴۵ لوبې یې بایللې دي.

په افغان لوبغاړو کې محمد نبي عیسی خېل یوازینی هغه دی چې د خپلې لوبډلې په ټولو یو ورځنیو لوبو کې یې برخه اخیستې او که له ایرلنډ سره د اګسټ په ۲۹مه کېدونکې یو ورځنۍ لوبه کې ولوبېږي، نو دا به یې سلمه یو ورځنۍ لوبه وي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې خپله لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۰۹ کال د اپرېل په ۱۹مه د سکاټلنډ پر وړاندې وکړه او ۱۰۰مه لوبه به نن د اګسټ پر۲۹مه د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې وکړي.

۱۰۰مه لوبه د ایرلنډ پر وړاندې

افغانستان له ایرلنډ سره شل اوره او پنځوس اوره لوبو دوه لړۍ لري چې د شل اوره لوبو لړۍ یې ګټلې او د پنځوس اوره لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه د اګسټ په ۲۷مه افغان لوبډلې وګټله او پتېیل شوې چې نن د اګسټ ۲۹مه یې دویمه یو ورځنۍ لوبه وشي.

ایرلنډ لوبډلې چې واردمخه یې پر افغانستان د شل اوره لوبو لړۍ بایللې، په دې لټه کې ده چې د پنځوس اوره لوبو په لړۍ کې افغان لوبډله ماته کړي، خو د افغان لوبډلې توپ اچوونکو له لاسه یې لومړۍ لوبه پر افغانستان وبایلله او که دویمه لوبه هم افغانستان ترې ګټي، نو د پنځوس اوریزو لوبو د لړۍ ګټل یې هم له لاسه وځي.

د کرېکټ شنونکي وايي، که د ایرلنډ لوبډلې توپ وهونکي د افغانستان ورو توپ اچوونکي مهار کړي، ښايي دویمه لوبه وګټي او د پنځوس اوره لوبو د لړۍ ګټه او تاوان درېیمې لوبې ته پاتې شي.

افغان لوبډلې ايرلنډ ته په لومړۍ يوه ورځنۍ لوبه کې په ۲۹ منډو ماته ورکړه.

افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورنو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۲۷ منډې وکړې.

ايرلنډ ونه شول کړای چې ټاکلی هدف پوره کړي، ټوله لوبډله یې په ۴۹ اورونو کې د ۱۹۸ منډو په جوړولو وسوځېده.

د افغانستان لپاره ګلبدين نايب په ۹۸ توپونو ۶۴ او حشمت الله شاهدي په ۸۲ توپونو ۵۴ منډې کړې وې.


پرنت   ايميل