افغان ورزشکارانو په اندونیزیا کې د برونزو دوهم مډال خپل کړ

افغان ورزشکارانو چې په اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته تللي دي، د برونزو دوهم مډال خپل کړ.

د کروش لوبې په څانګه کې پرون منصور سروري د ۹۰ کېلو څخه په پورته وزن کې وتوانېده چې د افغانستان لپاره د برونزو دوهم مډال وګټي.

تر دې مخکې خالد هوتک د ووشو په برخه کې د برونزو لومړنی مډال ترلاسه کړی و.

افغانستان په بېلابېلو برخو کې شااوخوا نوي ورزشکاران په اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته استولي دي.

په روانو اسیايي لوبو کې چین د ۲۰۶ مډالونو په ګټلو، د دې سیالیو د جدول په سر کې دی.

تر اوسه چینايي لوبغاړو ۹۷ د سرو زرو، ۶۴ د سپینو زرو او ۴۵ د برونزو مډالونه ګټلي دي.


پرنت   ايميل