د ازادو سیالیو افغان اتل احمد ولي هوتک نامعلومو بریدګرو ټپي کړی

د ازادو سیالیو یا فري فایټ افغان اتل احمد ولي هوتک سخت ټپي شوی دی.

پر احمد ولي هوتک د شپې وسله والو کسانو برید کړی.

د هوتک ترورزوي فهیم له رسنیو سره په خبرو کې وویل اوس په ایمرجنسي روغتون کې د احمد ولي هوتک درملنه کېږي او ډاکترانو ورته ویلي چې روغتیايي حالت یې ښه ده.

د فهیم په وینا احمد ولي نن روسیې ته د سیالۍ لپاره روان وو او تېره شپه بګرامیو سیمې ته له خپل روزونکي سره د خدای پامانۍ لپاره تللی و، چې د بېرته ستنېدو په لار کې یې بریدګرو موټر درولی، ډزې یې پرې کړي، په چړو او سوکانو یې هم وهلی دی.

لا معلومه نه ده چې احمد ولي هوتک په ګولیو هم لګېدلی که نه.

فهیم دغه راز رسنیو ته وویل چې ډېر ټپونه یې پر خیټه، سر او سترګو دي.

تراوسه د نوموړي د ټپي کولو پړه چا نه ده منلې او دا هم معلومه نه ده چې برید چا کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي  وایي، چې پر اتل هوتک پنځه کسانو برید کړی و.

د هغه په خبره، د کورنیو چارو وزیر امنیتي ځواکونو ته دنده سپارلې چې د پېښې پلټنه وکړي او عاملان یې ومومي.

هوتک څو ورځې مخکې خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي چې پنځه میاشتې په امریکا کې تمرینونه وکړل چې له خپل روسي سیال مکسیم شیکین سره سیالۍ ته تیار شي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د ښاغلي هوتک په وینو لړلي عکسونه خپاره شوي دي.

احمد ولي هوتک تر دې دمه په شلو نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی چې اتلس یې ګټلې دي.


پرنت   ايميل