کرېکټ غوره ليګ: پکتيا له ننګرهاره وګټله

د افغانستان غوره ليګ کرېکټ سيالیو په څلورمه لوبه چې د پکتيا پنټرز او ننګرهار لېپرډز تر منځ وشوه، پکتيا لوبډلې په منډو ۲۱ منډو ګټله.

لوبه د متحدو عربي اماراتو شارجې په کرېکټ لوبغالي کې وشوه.

د دې لوبې پچه پکتيا وکټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. پکتيا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۴ منډې وکړې.

ننګرهار ونشوای کړی ټاکلی هدف بشپړ کړي په ټاکلو شلو اوورنو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۳ منډې وکړې.

د پکتيا لوبډلې لپاره محمد شهزاد تر ټولو ډېرې ۵۳ منډې وکړې، د ده تر څنګ سميع الله شينواري ۳۸، کمېرون ډېلپورټ ۳۵، او شاهد اپريدي ۱۹ منډې جوړې کړې.

د ننګرهار لپاره بېن کټېنګ درې، ظاهر خان دوې، مجيب ځدراڼ او مېشل مکلېنګهم يوه يوه وېکټه واخيسته.

د ننګرهار لوبډلې د توپ وهنې پيل ښه نه و، لومړنۍ وېکټه يې د لومړي اوور په څلورم توپ له لاسه ورکړه او له دې وروسته يې د پيل لوبغاړدي يو پر بل پسې وسوځېدل خو د منځ لوبغاړو لوبه يو څه کابو کړه، بېن کټېنګ ۷۱ او حشمت الله شهيدي ۴۹ منډې وکړې.

د تېرې لوبې پرتله پکتيا نن ښه توپ اچوونه وکړه، اېسورو اوډانا دوې، شرف الدين شرف، شاهد اپريدي او ضيا الرحمان يوه يوه وېکټه واخيسته.

پکتیا خپله لومړۍ لوبه کابل ته بايللې وه او ننګرهار لوبډلې کندهار ته ماته ورکړې وه.

راتلونکې لوبه د شارجې په لوبغالي کې د بلخ لېجنډز او کندهار نايټز تر منځ ده.


پرنت   ايميل