وروستي خبرونه:

فرانسه: روسیه "فضا کې زموږ جاسوسي کوي"

د فرانسې دفاع وزیرې فلورانس بارلي ویلي، تېر کال د روسیې یوه مصنوعي سپوږمکۍ د ایټالیا یوې مصنوعي سپوږمکۍ ته نژدې شوې چې جاسوسي کارونه وکړي.

د بصرې لاریونیانو د ایران کونسلګري سوځولې

د عراق بصره ښار کې پر پنځمه پرله پسې ورځ لاریونیانو د ایران پر کونسلګرۍ برید کړی او ودانۍ یې سوځولې ده. د فساد او عمومي خدمتونو نشتوالي پروړاندې لاریونیانو د عراق پر سیاستوالو او د ایران د نفوذ پرضد نارې وهلې.

امریکا پر پاکستان ۳۰۰ میلیون ډالر مرسته وځنډوله

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون اعلان کړی چې له پاکستان سره کوونکې ۳۰۰ میلیون ډالر مرسته یې ځنډولې او دغه پیسې به په کوم بل مناست ځای کې چې "اړتیا ډېره وي" ولګوي.

پاکستان کې اسلام ته د سپکاوې خلاف لاریون پیل شو

پاکستان کې د تحریک لبیک پاکستان په نوم یو مذهبې ډلې د هالنډ د ازادۍ گوند د مشر ضد یو لاریون پیل کړیدی.