وروستي خبرونه:

د امریکا حکومت د منل کېدونکو کډوالو د شمېرد کمولو پیشنهاد کړی

د امریکا حکومت په راتلونکي میلادي کال کې په‎دې هېواد کې د منل کېدونکو کډوالو شمېر ۳۰ زرو ته د کمولو پیشنهاد کړی دی.

د روسيې یوه پوځي الوتکه له ۱۴ تنه عملې سره لا درکه شوې

د روسيې یوه پوځي څارونکې الوتکه له ۱۴ تنه عملې سره د ختیځ مدیترانې د سمندر د پاسه د رادار له پردې لادرکه شوې ده.

قاسمي: فرانسې د ایران پر سفارت د برید په مخنیوي کې سمدستي اقدام نه‌ دی کړی

ایران د فرانسې پولیس تورن کړل چې په پاریس کې د دې هېواد پر سفارت د حملې په مخنیوي کې یې سمدستي اقدام نه‌دی کړی.

نواز شریف د کلثوم د جنازې او فاتحې لپاره درې ورځې خوشی شو

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د مسلم لیګ نواز ګوند مشر نواز شریف د خپلې مېرمنې کلثوم نواز د جنازې مراسمو لپاره له جېل د دریو ورځو لپاره خوشی شو.