وروستي خبرونه:

ګوګل، فیسبوک او ټوېټر ته د ډونلډ ټرمپ خبرداری

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د انټرنېټ د خواله رسنیو وېبپاڼې ګوګل، ټوېټر او فیسبوک په توپیري چلند تورنوي او وايي، ځوروونکو پولو کې ښکېلېږي.

جېمز مټیس خصوصي ځواکونو ته د افغان جګړې سپارل ردوي

د امريکا دفاع وزير جيمز مټيس د افغان جگړې خصوصي کول ناعاقلانه چاره وبلله او له افغانستان د امريکايي ځواکونو د ايستلو او د هغوى پر ځاى د خصوصي ځواکونو ديره کولو وړانديز یې رد کړ.

مشهور امريکايي سناتور جان مک کين د ۸۱ کلونو په عمر مړ شو

د ويتنام د جګړې اتل "جان مک کين" چې د امریکا په کانګرېس کې سناتور و او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند شوی هم و، د ۸۱ کلونو په عمر مړ شوی دی.

امریکا پر غزه او لوېديځه تړانګه ۲۰۰ میلیون ډالر مرسته وځنډوله

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په غوښتنه یې له غزې او لوېدیځې تړانګې سره کېدونکې ۲۰۰ میلیون ډالره اقتصادي مرسته ځنډولې ده.

څو میاشتې وړاندې هم امریکا له فلسطین سره د ملګرو ملتونو له لارې کېدونکې ۶۵ میلیون ډالره مرسته ځنډولې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه پرېکړه یې تر ارزونو وروسته کړې ده.