وروستي خبرونه:

قریشي: اسلام اباد د سولې لپاره د کابل د هڅو ملاتړ کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، اسلام اباد افغانستان کې د سولې لپاره د افغان حکومت د هڅو ملاتړ کوي.

روسیه د سوریې هوايي دفاعي سیستم پیاوړی کوی

ټاکل شوې روسيه راتلونکو دوو اونيو کې سوريې ته نوي الوتکې ضد توغندي ورکړي.

"د ټرمپ سیاست له ایران سره جګړه پېښولی شي"

د امریکا د حکومت یوه ډله پخواني چارواکي د یوه بیان خپرولو سره خبرداری ور کوي چې د ایران په تړاو د اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ تګلار له دغه هېواد سره جګړه پېښولی شي.

"طالبانو له پاکستانيو عالمانو غوښتي افغان- پاک غونډه کې ګډون ونه کړي"

پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز لیکلي افغان طالبانو یو شمیر پاکستانيو دیني عالمانو ته لیکونه استولي او له هغوی یې غوښتي چې د افغانستان او پاکستان راتلونکې ګډه غونډه کې برخه وانخلي.