وروستي خبرونه:

"ملا برادر په پاکستان کې له زندانه خوشې شوی دی"

د طالبانو ځينو سرچینو رسنیو ته منلې چې د دوی یو مشر ملا عبدالغني برادر د چارشنبې پر ورځ د اکتوبر پر ۲۴مه نېټه ماځيګر مهال پاکستان خوشی کړی دی.

خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د سولې همکاري غوښتې

په کابل، اسلام اباد، ریاض او دوحه کې له دولتي چارواکو سره له لیدنو وروسته اوس داسې رپوټونه دي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره پرون د جمعې په ورځ لیدلي دي.

د امریکا او چین سوداګریزه جګړه نړۍ لا 'بې وزله او خطرناکه کوي'

د پیسو نړیوال صندوق خبرداری ورکړی سوداګریزې جګړې ته د امریکا او چین ورننوتل نړۍ لا پسې 'بې وزله او خطرناکه کوي' او له مخ پر ځوړ اقتصادي حالت سره یې مخامخوي.‌