نواز شریف د کلثوم د جنازې او فاتحې لپاره درې ورځې خوشی شو

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د مسلم لیګ نواز ګوند مشر نواز شریف د خپلې مېرمنې کلثوم نواز د جنازې مراسمو لپاره له جېل د دریو ورځو لپاره خوشی شو.

پر نواز شریف سربېره د هغه بندۍ لور مریم نواز او زوم یې کپټن صفدر هم د همدومره وخت لپاره د کلثوم نواز جنازې او فاتحې لپاره خوشي شوي دي.

دا په داسې حال ده چې د نواز شریف ورور شهباز شریف د پنځو ورځو لپاره د دې دریو بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

په پیل کې دوی د ۱۲ ګړیو لپاره خوشي شول، خو د پنجاب حکومت په هڅه یې دا وخت درې ورځې نور هم زیات شو.

درې واړه بندیان پرون له اډیاله جېل څخه نور خان هوايي اډې ته ولېږدول او له هغه ځای ځانګړې الوتکه کې لاهور ته ولېږدول شول.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نوازشریف مېرمن کلثوم نواز تر اوږدې ناروغۍ وروسته د سې شنبې په ورځ ( د سپټمبر ۱۱) د لندن په یوه روغتون کې سا ورکړې.

د مسلم لیګ نواز ګوند مشر رانا ثناالله وايي د کلثوم نواز د جنازې لمونځ د پنجشنبې په ورځ لندن په کې کېږي او د جمعې په ورځ یې لاهور ته مړی را وړل کېږي.

د جمعې په ورځ یې لاهور کې جنازه کېږي او بیا هلته خاورو ته سپارل کېږي. 

د کلثوم نواز مېړه او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف او لور يې مریم نوازشریف دواړه د درغلۍ په تور په زندان کې دي.

کله چې د پاکستان سترې محکمې تېر کال نواز شریف بې وړه وباله او پارلماني څوکۍ هم لرې شو، نو د څوکۍ لپاره یې لاهور کې بیا ټاکنې وشوې.

کلثوم نواز د ناروغۍ له امله ټاکنو کې منډې ترړې ونه کړې، خو دا ټاکنې یې وګتلې، مګر د ناروغۍ له امله یې د پارلماني غړې په توګه لوړه ونه کړه.

تېر کال له دې ټاکنو مخکې د کلثوم نواز سرطان ناروغي تشخیص شوه او له هغه راهیسې د لندن په یوه شخصي روغتون کې بستر وه او د درملنه يې روانه وه.

د پخواني لومړي وزیر نوازشریف او کلثوم نواز دوه زامن حسن نواز او حسین نواز او دوې لوڼې مریم نواز او اسما لري.

د پاکستان سرکاري خبري ادارو له مخې لومړي وزیر عمران خان اغلې کلثوم یوه زړوره ښځه بللې او ویلي يې دي، چې د شریف کورنۍ ته به له قانون سره سم ټولې اسانتیاوې ورکړل شي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر تورنجنرال اصف غفور په یوه ټوېټ کې وايي: د پاکستان د ځمکني پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د کلثوم نواز پر مړینه خواشیني ښيي او هغې ته د بښنې دوعا کوي.

پخواني لومړي وزیر نوازشریف او د هغه لور مریم نواز د روان کال په ۱۳م جولای له کلثوم نواز سره وروستۍ لیدنه د لندن په یوه شخصي روغتون کې کړې وه چې تر هغه وروسته نوازشریف او مریم نواز دواړه پاکستان ته راغلل او له همغه راهیسې په زندان کې دي.

د کلثوم نواز زامن حسن او حسین نواز د درغلۍ په تور د پاکستان سترې محکمې فراریان ګرځولي، مېړه او مشره لور يې په زندان کې ده، چې د هغې د جنازې په مراسمو کې يې ګډون ستونزمن ښکاري.


پرنت   ايميل