د هنګري صدراعظم: د اروپا پارلمان هڅه کوي بوداپست تهدید کړي

د هنګري صدراعظم ویکټور اوربان د اروپا پارلمان تورن کړی چې هڅه کوي بوداپست تهدید کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپا د پارلمان وکیلانو د هنګري په وړاندې د اقدام په اړه څیړنې پیل کړي دي.

د هالنډ د حکومت یو استازي د سه شنبې په ورځ د هنګري او صدراعظم ویکټور اوربان په اړه د یو راپور له خپرولو وروسته په سترازبورګ کې د اروپا د پارلمان غړو ته وویل، په دې راپور کې په جامع ډول په هنګري په رسنیو او اقلیتونو د بریدونو، او قانون ماتونو په اړه بحث شوی دی.

ښاغلي اوربان دا راپور رد کړی او ویلي یې دي، د اروپا د پارلمان یو شمېر غړي له خپل واک څخه ناوړه ګټه اخلي.

ټاکل شوې ده چې د اروپايي پارلمان غړي به نن چارشنبه د هنګري پر ضد د انتظامي ګامونو په اړه پریکړه وکړي.


پرنت   ايميل