جان بولټن: د جرمونو نړیواله محکمه د امریکا لپاره مړه ده

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وايي، د جرمونو نړیواله محکمه د امریکا لپاره مړه ده.

د بولټن په وینا ددې محکمې له خوا په افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو او استخباراتي کارکونکو د جنګي جرمونو د تورونو په اړه هر ډول څیړنې به کاملا بې بنسټه او توجیه وړ نه وي.

نوموړي زیاته کړه:

” نن د سيپټمبر د یولسمې نیټې په درشل کې غواړم د امریکا د ولسمشر په استازیتوب یو څرګند پیغام ورکړم. د امریکا متحده ایالات به ددې نامشروع محکمې د هر ډول عدلي تعقیب څخه د خپلو وګړو او متحدانو د ساتنې لپاره له هرې لازمې وسیلې کار واخلي.“

بولټن تیره شپه په واشینګټن کې د محافظه کارانو یوې ډلې ته په وینا کې خبرداری ورکړ چې که د جرمونو نړیواله محکمه د امریکا په متحدو ایالاتونو، اسرایلو او یا نورو متحدانو پسې ورشي، دوی به ارام پاتې نه شي.

نوموړې زیاته کړه چې واشینګټن چمتو دی څو ددې محکمې پر چارواکو بندیزونه ولګوي، او امریکا ته د جرمونو د نړیوالې محکمې د قاضیانو او څارنوالانو د سفر مخه ونیسي.

د بولټن په وینا هر هیواد یا شرکت چې د جرمونو له نړیوالې محکمې سره همکاري وکړي، له ورته چلند سره به مخ شي.

ددې محکمې یو څارنوال د ۲۰۱۷ م کال په نومبر میاشت کې د هغو تورونو په اړه د څیړنو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو په ځانګړې توګه له زندانیانو سره د ناوړه چلن په برخه کې لګیدلې دي.


پرنت   ايميل