پاریس کې د چاکو برید سره ۷ کسان ټپي شول

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې پولیس وايي، په دغه ښار کې یوه کس په چا کو سره اووه کسان ټپي کړل.

د دوی په خبره، د څلورو ټپیانو وضعیت اندېښمنوونکی دی.

د رپوټونو پر بنسټ بريد د شپې شاو خوا يوولس بجې د پاريس "کې د له لووا" سيمه کې شوى.

بريد گر چې د ځايي رسنيو په وينا يو افغان دى اوس پوليسو نيولى.

سرچینې وايي، داسې نښې نشته چې دا برید ترهګریز وښيي.

رپوټونه وايي بريد گر لومړى يوې سينما ته نژدې پر دريو کسانو بريد وکړ او بيا وروسته يې څلور نور هم ټپيان کړل.

ويل کېږي دوه تنه يې برتانوي سيلانيان وو چې په سر او ټټر په چاړه وهل شوي دي.

د سينما يوه ساتونکي رسنيو ته ويلي ده يو کس وليد چې خلک پسې وو او د نيولو هڅه يې کوله.

د سينما د دغه ساتونکي په وينا "د بريد گر په لاس کې يوه اوسپنيزه ډنډه وه او پر هغو خلکو يې گوزارونه کول چې ورپسې يې څغاستل او بيا يې يوۀ چاړه را ويسته. "

خو بريدگر وروسته ودرول شو او بيا پوليسو ونيو.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې لیکلي:

موږ د پېښې سملاسي پلټنې کوو او له فرانسوي چارواکو سره مو نږدې تماسونه ټینګ کړي دي.

د فرانسې امنیتي ځواکونو کې یوه سرچینه وايي، دا مهال داسې نه ښکاري چې دا ترهګریز برید وبلل شي.

 

 


پرنت   ايميل