مشهور امريکايي سناتور جان مک کين د ۸۱ کلونو په عمر مړ شو

د ويتنام د جګړې اتل "جان مک کين" چې د امریکا په کانګرېس کې سناتور و او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند شوی هم و، د ۸۱ کلونو په عمر مړ شوی دی.

د "جان مک کين" دفتر په یوه لنډه ويناپاڼه کې ویلي چې ښاغلی مککېن د خپلې کورنۍ د غړو په حضور کې ومړ.

هغه د ۲۰۱۷ کال په جولای کې د مغزي تومور په سخته ناروغۍ اخته شوی او تر درملنه لاندې و.

کورنۍ يې ویلي، ښاغلي مک کېن چې په ډيسمبر کې له واشنګټنه تللی و د جمعې په ورځ يې د درملنې د درولو تابیا کړې وه.

د "جان مک کين" لور "مېګنمک کين" ویلي، اوس به د هغه د کورنۍ دنده دا وي چې " د هغه د ژوند له بېلګې، تجربو او مينې سره سم ژوند وکړي".

هغې پر ټوېټر لیکلي: " راتلونکې ورځې او کلونه به زما د پلار د شتون د وخت په څېر نه وي، خو بیا به هم ښې ورځې وي، د هغه بېلګې په خاطر چې هغه راته پرې اېښې له ژوند او مینې به ډکې وي".

"جان مک کين"چې شپږ دورې د امریکا په سنا مجلس کې سناتور پاتې شوی او په ۲۰۰۸ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند و، تېر جولای کې هغه مهال يې د تومور تشخیص وشو چې ډاکټرانو یې له کيڼې سترګې د وينې د یوې غوټې د ليرې کولو هڅه وکړه.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې مککين سختې نيوکې پرې کولې، په یوه ټویټ کې لیکلي: " د سناتور جان مککين کورنۍ ته د ژورې خواشينۍ او درناوي مراتب وړاندې کوم. زړه او دعا مو له تاسې سره دي".

جمهوريپال سناتور لېنسي ګراهام ليکلي: " امریکا او ازادۍ یو تر ټولو مخکښ اتل له لاسه ورکړ... او ما یو ښه ملګری او لارښود له لاسه ورکړ".

نوموړی له افغان مشرانو سره هم اړیکې لرلې او څو ځلي یې افغانستان ته سفرونو کړي چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي او اوسني ولسمشر محمد اشرف غني سربېره یې له یو شمېر افغان سیاسي مشرانو سره هم لیده کاته شوي دي.


پرنت   ايميل