شمالي کوریا د اټمي بمونو لپاره د سونګ موادو تولید ته دوام ورکوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، شمالي کوریا له دې ژمنې سره سره چې د اټمي وسلو د له‌منځه وړلو لپاره‌یې کړې، د

اټمي بمونو لپاره د سونګ موادو تولید ته دوام ورکوي.

مایک پامپیو چې پرون د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په غونډه کې د جمهوري غوښتونکو او ډموکرات سناتورانو له سختو پوښتنو سره مخامخ و، دا ومنله چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون تر اوسه د خپلې هغې ژمنې په عملي کېدو کې پاتې راغلی چې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره‌یې د جون د ۱۲مې نېټې په کتنه کې کړې وه.

خو پامپیو دا هم وویل چې د شمالي کوریا په وړاندې د زغم ډیپلوماسي پرمختګ کوي، خو دوی به پرې نه‌ږدي چې هغه له نتیجې پرته پای ته ورسېږي.


پرنت   ايميل