د پاکستان ټولټاکنې: د پایلو له منلو د شهباز شریف انکار

پاکستان کې د ۲۱۰۸ کال پارلماني ټاکنو لپاره د دغه هېواد په لر او بر کې رایې واچول شوې.

د ټاکنو لپاره د ټاکلي مهالوېش له پای ته رسېدو وروسته ځینې ګوندونو د یوه ساعت لپاره د رایې کاروونې مهال غځولو غوښتنه د پاکستان ټاکنو کمېسیون رد کړه او د رایو شمېرنې بهیر پیلولو اعلان یې وکړ.

د رایې اچوونې بهیر کې د نا امنۍ یو شمېر پېښې هم رامنځته شوې، چې د کوټې ځانمرګي برید پېښه تر ټولو خونړۍ وه. د کوټې بای پاس سیمې پېښه تر ټولو خونړۍ وه، چې یوه ځانمرګي برید پایله کې ۳۱ کسان ووژل شول.

'دولت اسلامیه' نومې سخت دریځې وسله والې ډلې ویلي، دغه برید دوی کړی دی. بل لور ته د سند ایالت لاړکانه سیمه کې د رایو اچوونې یوه مرکز بهر د پیپلز ګوند ټاکنیزې خیمې کې چاودنه شوې، چې پایله کې یې درې کسان ټپیان شوي دي.

د پاکستان ټاکنې ولې مهمې دي؟

پښتونخوا کې ۷۹ ښځې ټاکنیزو سیالیو ته ولاړې دي. د رسمي سرچینو په وینا د بلوچستان چمن په کلا عبدالله سیمه کې د رایو اچوونې یوه مرکز مشر نامعلومو کسانو تښتولی او د همدې چمن سیمې ګوهر کلي کې نا پېژاندو کسانو د ټاکنیز دفتر تجهیزات تښتولي دي.

د پاکستان ټاکنو کمېسیون چارواکو د رایې اچوونې بهیر له پای ته رسېدو وروسته وویل، بریالي کاندیدان باید ۱۴ ورځو موده کې د ټاکنو کمپاین پر مهال د خپلو لګښتونو حساب ورکړي.


پرنت   ايميل