د پاکستان ټولټاکنې: لومړنیو پایلو کې د عمران خان ډله مخکې ده

 

د ټاکنو په دویمه ورځ سهار نهه بجو پورې د ټاکنو کمېسون د قامي اسمبلۍ یا پارلمان لپاره د اوو حوزو نارسمي پایلې اعلان کړې.

د دې پایلو له مخې د عمران خان په

مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف څلور، مسلم لیګ نون، پیپلز پارټۍ او متحده مجلس عمل یوه یوه څوکۍ ګټلې دي.

خو لا هم د ټاکنو کمېسون مشر د دغه هېواد د چهارشنبې ورځې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلانول ځنډولي دي.

پکار وه د تېرې ورځې د رایې ور کوونې بهیر له پای ته رسېدو لس ګړۍ وروسته لومړنۍ پایلې اعلان شوې وی.

 د پاکستان ټاکنې ولې مهمې دي؟

 د پاکستان ټاکنې: مهم سیاسي ګوندونه

خو د ټاکنو کمېسون مشر یې ځنډېدل په خپل سیستم کې خرابي بولي، خو دې خرابۍ ځینې سیاسي ډلې شکمنې کړې دي.

سره له دې چې د ټاکنو پایلې نه دي اعلان شوې، خو د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند غړي او پلویان په دې ټاکنو کې خپل بری لمانځي.

له بلې خوا د پاکستان مشهور ګوندونه- پاکستان مسلم لیګ ن، پاکستان پيپلژ پارټي او نورې ډلې- په دې ټاکنو کې د درغلۍ تورونه لګوي.

د پخواني لومړي وزیر نواز شریف ورور او د مسلم لیګ نون مشر خو ان دا وویل، چې د ټاکنو پایلې نه مني.

ګډ او لانجمن حکومت


پرنت   ايميل