ټرمپ ټینګار وکړ چې له مکسیکو سره به دېوال جوړوي

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ ملت په وینا کې ټینګار وکړ چې له مکسیکو سره به دېوال جوړوي.

ښاغلي ټرمپ چې د واشنګټن په وخت د شپې په نهو بجو په کانګرس کې ملت ته وینا پیل کړه او ویې‌ویل چې دی به دېوال جوړوي، ځکه د ده په خبره د دېوال په جوړولو به د ناقانونه کډوالو او مخدره موادو د قاچاق مخه ونیول شي.

د امریکا ولسمشر تر دې مسایلو ورهاخوا د امریکا اقتصادي پرمختګونه یاد کړل او ویې‌ویل چې د ده په دوره کې څه باندې پنځه میلیونه نوې دندې ایجاد شوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ ملت ته دا دوهمه وینا وه.

د امریکا ولسمشران د هر کال په پیل کې ملت ته اوږده وینا په کانګرس کې کوي او د خپلو لاسته راوړنو او کاري پروګرامونو په اړه خبرې کوي.


پرنت   ايميل