د امریکا سنا د افغانستان او سوریې په اړه د ټرمپ لایحه رد کړه

د امریکا سنا له افغانستان او سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د امر پر ضد اقدامات پرون تصویب کړل.

په‌دې لایحه کې چې اجرائیه التزام نه‌لري راغلي دي چې اسلامي دولت ډله یا داعش لاهم متحده ایالاتو ته ګواښ کوي.

په‌داسې حال کې چې په سنا کې د ټرمپ جمهوري غوښتونکی ګوند اکثریت دی، د دې لایحې تصویب د بهرنۍ پالېسۍ په ډېره مهمه برخه کې له ولسمشر سره د مخالفت لویه نښه ګڼل کېږي.

په لایحه کې چې د ۲۶ مخالفو رأیو په وړاندې په ۷۰ موافقو رأیو تصویب شوه راغلي چې په افغانستان او سوریه کې د داعش ډلې پر ضد په مبارزه کې پرمختګ شوی دی، خو دا خبرداری هم ورکړل شوی چې له دې هېوادونو څخه د پوځي ځواکونو بې‌وخته ایستل به سیمه بې‌ثباته کړي او داسې تشه به رامنځته کړي چې بیا به‌یې ایران او روسیه ډکوي.

اوس‌مهال په افغانستان کې شااوخوا ۱۴ زره او په سوریه کې شااوخوا ۲۰۰ امریکايي سرتېري دېره دي.


پرنت   ايميل