سوریه کې پر ایراني ځواکونو د اسراییل بریدونه

REUTERS

اسراییل سوریه کې د ایران د تر ټولو مهم پوځ سپاه پاسدران پر قدس څانګه د برید خبره کوي.

قدس د سپاه هغه څانګه ده چې له ایران بهر عملیات کوي.

د اسراییل پوځ د یوه بیان خپرولو سره وايي، د جولان پر لوړو د سوریې له لوري د یوه توغندي تر توغول کېدو وروسه یې دا برید کړی دی.

اسراییل سوریې ته خبرداری ور کوي چې د اسراییل خاورې یا ځواکونو ته له زیان اړوونکې هڅې ډډه وکړي.

اسراییلي ځواکونو د دې برید په هکله څه نه دي ویلي او نه هم ایران تراوسه غبرګون ښودلی دی.

خو د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې د سوریې دولتي رسنیو ته د دغه هېواد خبرو سرچینو ویلي چې اسراییل په ډېرو لارښود توغندیو سره پراخ برید وکړ، مګر د سوریې دافع هوا ځواکونو ډېری توغندي شنډ کړل.

د سوریې پلازمېنه دمشق کې سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د شپې یې تر یوې ګړۍ د چاودنو غږونه اورېدل.

برتانیا کې د سوریې د انساني حقونو څارډله هم وايي چې اسراییلي توغندیو د دمشق شاوخوا سیمې په نښه کړې دي.

له بلې خوا اسراییل وايي، چې د جولان لوړو په هرمون غره کې به د ژمنیو لوبو یو مرکز یوه ورځ تړلی وي.

د اسراییل لومړي وزیر بن یمین نتن یاهو د یکشنبې په ورځ چاډ ته په لومړي سفر کې وویل، چې په سوریه کې د ایران د پوځي حضور د تثبیت پرضد هڅې یې دایمي دي.

"دا سیاست نه بدلېږي، که زه اسراییل کې یم یا چاډ ته په تاریخي سفر وتلی یم، دا تلپاتې سیاست دی".

نوموړي تېره اونۍ دا هم ومنله چې اسراییل تراوسه په سلګونو ځلې سوریه کې د ایران او د لبنان د حزب الله ډلې هدفونه په نښه کړي دي.

هغه زیاته کړه چې پر دمشق د اسراییل د الوتکو وروستي برید کې د ایران سلاکوټ( د وسلو ګودام) په نښه شو.

 


پرنت   ايميل