د نړۍ ۲۰۰ هېوادونو د پاریس تړون عملي کېدو لپاره هوکړه وکړه

د شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو استازو د پولنډ کاتوویتسا کې له دوه اونۍ ناستې وروسته د اقلیم بدلون سره د مبارزې په برخه کې د پاریس د تړون عملي کېدو پر څرنګوالي موافقه کړې.

له دې سره به په ۲۰۱۵ کې د پاریس شوې هوکړه له ۲۰۲۰ کاله عملي کیږي.

د اقلیم بدلون په برخه کې دغه ۲۴مه ناسته د ډیسمبر له څلورمې (۱۳۹۷ لیندۍ ۱۳) پیل شوې وه چې د پاریس د هوکړې د عملي کېدو پر څرنګوالي خبرې اترې وشي. دا غونډه د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه ترسره کیږي او د اختلافونو له امله یوه ورځ وغځېده.

د نړۍ د پياوړي اقتصادي هېواد په توګه امریکا د ډونالډ ټرامپ له ولسمشرۍ سره اعلان وکړ چې د پاریس له هوکړې وځي، خو له دې سره بیا هم امریکا د پولنډ د مذاکراتو وروستی سند یا هوکړه لاسلیک کړې ده.

په دې غونډه کې ګډونوال باور لري چې د کاربن د تولید کچې راټیټولو لپاره به دغه هېوادونه خپلې ژمنې عملي کړي.

دوی ویلي چې په دې برخه کې دې راتلونکې غونډه تر ۲۰۲۰ کال نه مخکې جوړه شي.

د غونډې ګډونوال وايي، نوي اقدامات کوای شي د پاریس هوکړه عملي کړي.

د پولنډ په دغې ناسته کې هېوادونو هوکړه کړې چې تر ۲۰۳۰ کاله به د ډي اکسیدکاربن تولید کچه راټیټه کړي چې د ځمکې د تودوخې کچه هم کمه شي.

د پولنډ د غونډې مشر میکال کورتیکا پنجشنبه وویل: "د پاریس د تړون عملي کولو برنامه یو لوی مسولیت دی. دا یوه اوږده لار ده. موږ په دې برخه کې خپله ټوله هڅه کړې"

د پولنډ ناسته داسې مهال کیږي چې د اقلیم بدلون په برخه کې یو علمي بنسټ (ای پي سي سي) خبرداری ورکړی چې د ځمکې تودوخه په پراخه کچه مخ پرزیاتېدو ده او ژر تر ژره باید په بې سارې کچه ګامونه پورته شي چې د اقلیم بدلون اغېز کم شي.

د ډېری هېوادونو استازو د پولنډ په کنفرانس کې د امریکا، سعودي او روسیې د دریځ په اړه خواشیني څرګنده کړې وه. دې هېوادونو د اقلیم بدولون په برخه کې د یاد علمي بنسټ خبرداری ننګولی و او له دې غونډې یې غوښتي و چې د پایلو په اړه یې ډېر پام ونه کړي.

د ځمکې د اوبو او هوا ګرمېدو په اړه پاریس کې د ۲۰۱۵ کال له غونډې وروسته دا د ملګرو ملتونو تر ټولو مهمه ناسته په ګوته شوې.

د پولنډ دغه ناسته داسې مهال کیږي چې د پاریس تړون د اجرايي کېدو لپاره د مقررو او جزیاتو د تدوین ضرب الاجل د روان کال تر پایه یا یوه میاشت وروسته پوره کیږي.


پرنت   ايميل