'د لاین ایر' الوتکه د جاکارتا اوبو کې لوېدلې

د لاین ایر شرکت اړوند بوینګ ۷۳۷ په نوم یوه مسافر وړونکې الوتکه د اندونیزیا جاکارتا سیند کې لوېدلې ده.

دغه الوتکه چې ۱۸۸ مسافر پکې وو، د اندونیزیا له پلازمینې الوتنه کړې چې څو شیبې وروسته هملته یو سیند کې غورځېدلې.

ټاکل شوې وه چې دغه الوتکه پنګکال پینانګ ښار ته الوتنه وکړي.

له هوايي ډګره له الوتنې څو شېبې وروسته له رادار سره د الوتکې اړیکه پرې شوې. تر اوسه معلومه نه ده چې څوک پکې ژوندي پاتې دي او که نه.

ویل کېږي یاده الوتکه نوې و.

چارواکو ویلي چې په الوتکه کې دوه پیلوټان او پنځه کارکوونکي هم وو.

لا معلومه نه ده چې ددې سقوط لامل څه دی.

دغه بوینګ "۷۳۷ ماکس ۸ الوتکه له ۲۰۱۶ کال راهیسې د اندونیزیا په هوايي لیکه کې شامله شوې.

چارواکو په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، په الوتکه کې ۱۷۸ لویان، درې ماشومان، دوه پېلوټان او پنځه خدمه وو.

د اندونیزیا هوايي اژانس مشر سوتوپو پوروو نګروهو په یوه ټویټ کې د الوتکې د ځینو برخو عکسونه خپاره کړي چې ګواکې الوتکه په سمندر کې غورځېدلې.


پرنت   ايميل