داعش ډلې په سوریه کې هغه ځواکونه مړه او ټپيان کړي چې امریکا یې ملاتړ کوي

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه وايي چې داعش ډلې وسله والو د سوریې په ختیځ کې لسګونه هغه ځواکونه مړه او ټپيان کړي دي چې امریکا یې ملاتړ کوي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې نن خبر ورکړ چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په پراخو عملیاتو کې د کردانو په مشرۍ د پوځي ځواکونو ۶۸ غړي وژل شوي دي.

دې ټولنې چې مرکز یې په لندن کې دی، همداراز خبرداری ورکوي چې د مړو شمېر ښايي له دې لوړ شي.

دې ټولنې دا هم ویلي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د سوریې د ډموکراتیکو ځواکونو SDF نور لسګونه سرتېري هم ټپیان شوي دي.

دا څارونکې ډله وايي چې فعالانو یې د شنبې په ورځ د داعش ډلې د څه باندې ۲۴ جنګیالیو وژل کېدل مستند کړي چې له دې سره له جمعې ورځې راهیسې د دې ډلې د وژل شویو غړو شمېر ۲۳۴ تنو ته رسېږي.

یاده شوې ټولنه په خپل راپور کې وايي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ په پیل شویو جګړو کې د SDF ټول ۱۸۸ جنګیالي وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، د داعش وسله والو د سوشې او باغوث په نوم د فرات سیند په ختیځ کې د دوو پرتو کلیو د نیولو لپاره د عملیاتو په ترڅ کې د SDF پر شااوخوا دوو سوو جنګیالیو چې نښه ویشتونکې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، حمله وکړه.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، د داعش وسله والو خپل عملیات په داسې حال کې پیل کړل چې هوا ډېره خرابه وه او د امریکا په مشرۍ ائتلاف ونشو کړای چې د SDF جنګیالیو ته هوايي مرسته ورسوي.

اسلامي دولت ډلې په ۲۰۱۴ کال کې په سوریې او عراق کې پراخې سیمې ونیولې او دا ډله تورنه ده چې په دې سیمو کې یې له بشري حقونو پراخې سرغړونې کړې دي.

خو د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د عملیاتو په نتیجه کې هم په سوریه او هم په عراق کې دې ډلې تر خپلې ولکې لاندې ډېری سیمې له لاسه ورکړې.

مګر د سوریې په ختیځ او جنوب کې لاهم پر ځینو سیمو ولکه لري.


پرنت   ايميل