د پیسو نړیوال صندوق خبرداری ورکړی سوداګریزې جګړې ته د امریکا او چین ورننوتل نړۍ لا پسې 'بې وزله او خطرناکه کوي' او له مخ پر ځوړ اقتصادي حالت سره یې مخامخوي.
په ورته وخت کې، د پیسو نړیوال صندوق د روان او راتلونکي کال په هکله د نړۍ د اقتصادي ودې په اړه خپله وړاندوېینه خپره کړې ده.
دغه بنسټ چې د نړۍ له اقتصادي پرمختیا سره د همکارۍ په موخه رامنځ ته شوی، په خپل وروستي رپوټ کې ټینګار کړی چې د چین او امریکا ترمنځ سوداګریزه جګړه به د نړۍ ټول صنعت ته زیان ورسوي.
په وروستیو کې د امریکا او چین ترمنځ د سوداګریزې تعرفې لوړولو بیجینګ دې ته اړ کړ چې له امریکا پر وارداتي محصولاتو ۶۰ میلیارده نوره تعرفه لوړه کړي.
د اوبلن ګاز په څېر لوی تولیدوونکي تر ډېره په امریکا کې مېشت دي چې په ۲۰۱۶ کال یې ډونلډ ټرمپ ته رایې ورکړې وې.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم څو ورځې وړاندې پر ټویټر چین ته خبرداری ورکړی "که زموږ بزګر، کروندګر او صنعتي کارګر په نښه کړل شي، د چین پر وړاندې به لوی او چټک اقتصادي ګامونه واخلو."
تېره میاشت ټرمپ د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د سوداګریزو خبرو د نارضایتۍ په درشل کې امر وکړ چې له چین نه د وارداتي توکو پر سر د تعرفې لوړولو کې ۲۰۰ میلیارد نور ډالر هم شامل دي.