د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو د بیا لیدنې لپاره هوکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د شمالي کوریا د مشر په لیدنه کې هوکړه شوې چې د دواړو هېوادونو مشران- ډونلډ ټرمپ او کېم جونګ اون- بیا "ژر تر ژره" سره وویني.

مایک پمپیو د یکشنبې په ورځ( د اکتبور ۷) په پیونګ یانګ کې له کیم جونګ اون سره تر خبرو وروسته د سوېلي کوریا پلازمېنې سیول ته روان شو.

نوموړي له کېم جونګ اون سره درې ګړۍ لیدنه د اټومي بې وسلې کولو په لار کې "ښه، رغنده او مخته ګام" وبلله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ورته مهال زیاته کړه چې لا هم ډېر ګامونه پورته کول ضروري دي.

ښاغلي پمپیو په سیول کې د سوېلي کوریا له ولسمشر مون جي این سره لیدنه او خبرې درلودې.

له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ خپل ټوېټر کې لیکلي چې "نږدې راتلونکي کې" له کېم جونګ اون سره لیدنې ته سترګې په لار دی.

مایک پمپیو شمالي کوریا ته تر رسېدلو لږ وروسته خپل داسې انځور ټوېټ کړ چې له کېم جونګ اون سره روان و.

نوموړي شمالي کوریا ته تر تللو مخکې هیله ښودلې وه چې په دغه سفر کې به د ډونلډ ټرمپ او کېم جونګ اون د بیا لیدنې نېټه او ځای وټاکل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې ورځې د بیانیې له مخې، دواړو لورو په دې لیدنه کې د دویمې ناستې لپاره د وخت او ځای ټاکلو په هکله "لا ښه غوراوي" وړاندې کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هډر ناویرټ ویلي چې شمالي کوریا د پونګي ري اټومي ازمېښتځي د لیدلو لپاره څارونکي بللي دي، چې تایید کړي دا مرکز داسې وران شوی چې بیا نه رغېږي.

نوموړي په دې هکله نور څه ونه ویل.

ډونلډ ټرمپ نږدې دوه اونۍ مخکې ویلي و چې له کېم جونګ اون سره د دویمې لیدنې پروګرام به یې ډېر ژر اعلان شي.

د امریکا او شمالي کوریا مشرانو اول ځل تېر جون په سینګاپور کې سره ولیدل.

ښاغلی ټرمپ دا هم وايي، چې د شمالي کوریا د اټومي بټیو له منځه وړلو ته بیړه نه لري، خو زیاتوي چې تر نااټومیتوب پورې به پر دغه هېواد سوداګریز او اقتصادي بندیزونه لګېدلي وي.


پرنت   ايميل