ټرمپ پاچا سلمان ته:‌ زموږ له ملاتړ پرته دوه اونۍ هم واک کې نه ش‍ې پاتېدی

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز ته یې خبرداری ورکړی،‌ چې د امریکا له پوځي ملاتړ پرته په واک کې "دوه اونۍ" هم نه شي پاتې کېدلی.‌

رویټرز خبري اژانس ویلي، ټرمپ په مسيسیپي کې خلکو ته د وینا پرمهال ویلي "موږ د سعودي ملاتړ کوو. موږ ویلی شو چې دوی بډای دي. زه له پاچا سلمان سره مینه لرم، خو ما ویلي موږ مو ملاتړ کوو. ښايي زموږ له ملاتړ پرته دوه اونۍ هم واک کې پاتې نه شئ. باید د خپل پوځ لګښت ورکړئ."

ټرمپ دا نه دي ویلي چې د سعودي پاچا ته یې دا خبرې کله کړې دي.

د ټرمپ له دې توندو خبره سره،‌ د هغه اداره له سعودي عربستان سره ټینګې اړیکې لري.

د امریکا متحده ایالتونه سعودي عربستان ته په سیمه کې د ایراني تمو پروړاندې د یوه ټینګ دېوال په سترګه ګوري.

تېر کال ولسمشرۍ ته له رسېدا وروسته د ولسمشر په توګه ټرمپ خپل لومړنی بهرنی رسمي سفر سعودي عربستان ته وکړ.

د سعودي رسمي خبري اژانس وايي، د تېرې شنبې په ورځ ټرمپ د سعودي له پاچا سره د تېلو د رسولو پرسر او په نړیوال اقتصادي بازار کې د تېلو د ثبات لپاره خبرې کړې دي.

سعودي په نړۍ کې د تېلو له لویو صادروونکو هېوادونو او د اوپک سازمان مهم غړی دی.‌

تېره میاشت ټرمپ نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وویل،‌ د اوپک غړي "د نړۍ له نورو هېوادونو غلا کوي."

ټرمپ وویل:‌ "دغو هېوادونو ته د هېڅ په مقابل کې پیسې ورکوو، دوی له موږ نه د تېلو د لوړې بیې مقابل کې ناوړه ګټه اخلي. دا ښه کار نه دی.‌ موږ ترې غواړو چې د بیو له لوړولو ډډه وکړي. باید بیې ټیټې کړي."


پرنت   ايميل