وروستي خبرونه:

ولسمشر غني د اقتصادي همکاریو ډېرولو لپاره هند ته ولاړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن په یو ورځني سفر هند ته ولاړ. ټاکل شوې ښاغلي غني به په دې سفر کې د هند له صدراعظم او نورو چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو او سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې وکړي.

د ټلوالې ملاتړو ننګرهار کې د ټاکنو دفتر تړلی

په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو افغانستان کې د ځینو سیاسي ګوندونو له خوا د ټاکنیزو دفترونو تړل کېدل د ټاکنو د ځنډ لامل بللی، ننګرهار کې د ټلوالې پلویانو د ټاکنو کمیسیون دفتر تړلی دی.‌

ملګري ملتونه: د سیاسي ګوندونو کړنې افغان ټاکنو ته خنډ جوړوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو وایي، په افغانستان کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو وروستي اعتراضونه او د ټاکنو د کمیسیون د دفترونو بندول د ټاکنو پروسې ته خنډ جوړوي، او ان کولی شي چې پخپله ټاکنې له ځنډ سره مخ کړي.