وروستي خبرونه:

بلخ: د شاهین قول اردو انګړ کې قراردادي چورلکه لوېدلې

د افغانستان شمال بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي، د ۲۰۹ شاهین قول اردو په انګړ کې د بهرنیو ځواکونو اړوند یوه قراردادي چورلکه لوېدلې ده، چې له لسو ډېر کسان پکې سپاره وو.

سیګار: افغانستان کې هدفي وژنې زیاتې شوي دي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د سرمفتش اداره، سیګار وایې چې په هېواد کې د خلکو هدفي وژل او ځانمرګي بریدونه زیات شوي دي.

چین: افغانستان کې پوځي اډه نه جوړوو

د چين دفاع وزارت هغه رپوټونه بې بنسټه بللي چې وايي دغه هېواد غواړي په افغانستان کې يوه پوځي اډه جوړه کړي.

افغانستان ته له ازبکستانه د زر مېګا واټه برښنا د لېږد چارې پیل شوي

د افغانستان برښنا شرکت وايي چې له ازبکستانه د ۱۰۰۰ مېګا واټه د لېږد چارې پیل شوي او د ۲۰۱۹ میلادي کال تر پایه به دغه چاره بشپړه شي.