وروستي خبرونه:

افغانستان د جنیوا کنفرانس ته د کړو ژمنو نتایج او لاسته راوړنې وړاندې کوي

افغان دولت په بروکسل غونډه کې د خپلو کړیو ژمنو پایلې او لاسته راوړنې د جنیوا په راتلونکي کنفرانس کې نړیوالې ټولنې ته وړاندې کوي.

د افغانستان لوی ملي ائتلاف: مدني اعتراضونه به مو دوام ولري

د افغانستان لوی ملي ائتلاف وايي په راتلونکو انتخاباتو کې له بایمتریک سیستم څخه د کار اخستلو په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون وروستی اعلان مثبت ګام دی خو دا اقدامات د دوي د مدني اعتراضونو د پایته رسیدو لپاره کافي نه دي.

په پکتیکا کې د۴۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو یو سربند جوړېږي

د پکتیکا ولایت مرکز اړوند په خواجه خېلو سیمه کې د ۴۰ ميلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو سربند جوړېږي چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

ولسمشر غني د اقتصادي همکاریو ډېرولو لپاره هند ته ولاړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن په یو ورځني سفر هند ته ولاړ. ټاکل شوې ښاغلي غني به په دې سفر کې د هند له صدراعظم او نورو چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو او سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې وکړي.