یوناما: د وردګو په جغتو ولسوالۍ کې ۱۲ ملکیان وژل شوي

په افغانستان کې د ملګروتونو دفتر وايي، د دوی ابتدايي موندنې ښيې چې د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د حکومت پلوو ځواکونو له خوا د یکشنبې د ورځې په هوايي بمبارۍ کې ۱۲ ملکیان وژل شوي دي.

یوناما پرون ماښام سې شنبه په یوې خبرپاڼې کې زیاته کړې چې ټول قربانیان د چغتو ولسوالۍ د ملاحفیظ د کلي د یوې کورنۍ ښځې او ماشومان دي چې د یکشنبې په ماسوختن یې پر کور هوايي بمباري شوې.

ترې دې مخکې یوناما په یوه بله اعلامیه کې ویلي و چې د کاپیسا په تګاب کې یې د یو ښوونکي پر کور د هوايي برید په ترڅ کې د یوې کورنۍ د نهو غړیو د وژل کیدو باوري راپورونه ترلاسه کړي دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش پرون رسینو سره خبرو کې که څه هم په جغتو د ولسي مرګ ژوبلې راپورونه تایید نه کړل خو د تګاب د پېښې په اړه یې وویل چې د پېښې د څیړنې لپاره سیمې ته یو هییت تللی دی.

محمد رادمنش وویل، افغان هوايي ځواکونه د ولسي خلکو د مصؤنیت لپاره مسوولانه پاملرنه کوي خو ټینګار یې وکړ چې وسله والې ډلې له ولسي خلکو د سپر په توګه کار اخلي،

دی وايي:

"تل تروریستي ډلې خلک د ډال په توګه کاروي او له کورونو څخه یې د مورچلو په توګه کار اخلي. دوی له دې کورنو څخه زمو پر هوايي او مځکنیو ځواکونو ډزې کوي او هڅه کوي داسې یو وضیعت رامنځ ته کړي چې افغان ځواکونه له ځان څخه دفاع ته اړ کړي."

ملګرو ملتونو په خپلې پرونۍ اعلامیې کې زیاته کړې چې د افغانستان له ځینو نورو سیمو څخه یې هم په هوايي بریدونو کې د ولسي مرګ ژوبلې په اړه راپورونه ترلاسه کړي چې دوی یې دا مهال په څیړنو بوخت دي.


پرنت   ايميل