د څرخي پله زندانیانو لپاره نوې ودانۍ او روغتون

د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو روغتیايي وضعیت په اړه د رسنیو د رپوټونو او څرخي پله بندیانو له اعتصاب وروسته، افغان ولسمشر د دغه زندان د ۵۰ بستریز روغتون او ۳۰۰۰ بندیانو ته د نوې ودانۍ جوړېدو ډبره کېښوده.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ولسمشر غني د چارشنبې په ورځ (وږی ۲۱مه) څرخي پله زندان کې جوړو شویو مراسمو کې وویل، ددغو ودانیو او روغتون جوړولو هدف د بندیانو لپاره د اسانتیاوو برابرول دي.

نوموړي له بندیانو سره له سره د هغوی د دوسیو ارزولو او د عدالت د تطبیق ژمنه وکړه.

تېر کال په څرخي پله زندان کې دماغي نري رنځ یا دماغي تبرکلوز د ۱۵۰ زندانیانو نیم بدن فلج کړی و، خو د سږ کال یوازې په لومړیو درېیو میاشتو کې۲۳۰ کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

په څرخي پله زندان کې تېر کال شاوخوا سل بندیان د بېلا بېلو ناروغیو له امله مړه شوي دي.

وروسته د څرخي پله شاوخوا ۳۰۰۰ زندانیانو د یوې اونۍ لپاره د نه خوړو اعتصاب وکړ.

د بند په موده کې تخفیف، د اعدام سزا په اوږد مهاله بند اړول او اړوندو ولایتونو ته د زندانیانو استول د اعتصاب کوونکو له غوښتنو دي.

د دغه زندان بلاکونه د نژدې څلور زره کسانو لپاره جوړ شوي وو، خو اوس پکې څه باندې لس زره بندیان ساتل کېږي.

 

 


پرنت   ايميل