په ننګرهار کې د ځانوژونکې حملې د تلفاتو د شمېر د زیاتېدو په اړه اندېښنې

په ننګرهار کې د پرونۍ ځانوژونکې حملې د تلفاتو د شمېر د زیاتېدو په اړه جدي اندېښنې موجودي دي.

ننګرهار پرون سې شنبه بیا د څو خونړیو بریدونو شاهد و چې لسګونه کورنۍ یې د غم په ټغر کینولې.

په یوه ورځ څلور بریدونه وشول چې په کې څو ښوونځي او د مومند درې په ولسوالۍ کې د ولسي خلکو یو اعتراضي غونډه په نښه شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دفتر یا یوناما دا بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو غوښتنه کړې چې پر ولسي خلکو د دا ډول حملو د ترسره کوونکي دې عدالت ته راښکل شي.

د یوناما په یوې اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي دي:

"د ښوونځیو د زده کونکو په شمول د غیرې نظامي خلکو وژل یو فجیع او کرکجن تروریستي اقدام او له نړیوالو قوانینو څخه شدید سرغړاوی دی. د یو ناما په اعلامیه کې په ننګرهار کې په ځانګړې توګه پر ولسي خلکو او ښوونځیو د پرلپسې بریدونو په اړه اندېښنه ښودل شوې ده."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د مومند درې په ولسوالۍ کې پر ولسي خلکو دا برید غندلی دی.

له ارګ څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې د پېښې له قربانیانو سره په مرسته ټینګار شوی خو د دا ډول پرلپسې بریدونو د مخنیوي لپاره د اقداماتو څه نه دي ویل شوي.

د ننګرهار د ولایتي شورا یو غړي سهراب قادري وايي، لږ تر لږه 50 مړي او 43 ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي چې تیره شپه یې رسنیو سره خبرې کولې، د مرګ ژوبلې د شمیر په اړه وویل:

 ” د مومندرې ولسوالۍ په ډکه سیمه کې پر لاریون کونکو برید کې ۳۲ کسان وژل شوي او ۱۲۸ نور ټپیان دي. پنځه ټپیان چې روغتیايي وضیعت ډیر خراب و د الوتکو په وسیله کابل ته انتقال شوي. د یو شمیر ټپیانو روغتیايي وضیعت ښه نه دی او ښايي د مړو شمیر تر دې زیات شي. “

که څه هم د ننګرهار د وروستیو بریدونو مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو تر دې مخکې د دا ډول ډیرو بریدونو پړه تر ډیره د داعش وسلوالې ډلې منلې ده.

 

تر دې مخکې په جلال اباد ښار کې د نجونو یو ښوونځي ته نژدې دوه پرلپسې چاودنې وشوې چې یو تن یې وواژه او څلور تنه یې ټپیان کړل. د بهسودو په ولسوالۍ کې هم د نجونو یو ښوونځی د چاودنې شاهد و چې چاته په کې زیان نه دی رسیدلی.

خو په ډکې سیمه کې چې خلک د سیمه ایزو پولیسو د یو ځايي قومندان پر ضد د اعتراض په توګه لارې ته راوتلي او د جلال اباد- تورخم لویه لاره یې تړلې وه، ځانوژونکي برید درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار په بیلابیلو ولسوالیو کې د وسلوالو طالبانو سربیره ددې ولایت څو ولسوالیو کې د داعش د وسلوالې ډلې د خراسان څانګه فعاله ده.


پرنت   ايميل