د محرم د مراسمو لپاره لومړی درجه امنیتي تدابیر نیولی شوي دي

 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، سږ کال د محرم په داسې فضا کې لمانځل کیږي چې د افغانستان امنیتي وضعیت تغییر کړی.

د نوموړې په وینا په تېر کې جنګ تحمیل شوی و او اوس د افغانستان د خلکو د ملي یووالي پر ضد جنګ دی.

د ارګ په یوې خبرپاڼې کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د اهل تشیع عالمانو سره په لیدنه کې کړي دي. او هغوی ته یې ویلي چې د محرم د مراسمو لپاره لومړی درجه امنیتي تدابیر نیولی شوي دي.

له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه د ولسمشر اشرف غني له خولې وايي، د دې ترڅنګ چې د عاشور امنیت د پولیسو دنده ده، د ملي امنیت لومړیتوب هم ګڼل کېږي او د مراسمو د هرې برخې د امنیت ټینګښت، زموږ له لومړیتوبونو څخه دی.

ولسمشر غني شیعه دیني عالماتو ته په څرګندونو کې ویلي، کابل په څلورو امنیتي زونونو بدل شوی او د کابل لویدیځ هم په امنیتي زون بدلېږي.

ولسمشر غني دا ډاډ په داسې حال کې ورکوي چې تر د مخکې د کابل لویدیځ کې د شیعه ګانو پر مذهبي مراسمو او نورو ولسي اهدافو پرلپسې تروریستي بریدونه شوې دي.

په دې لړ کې وروستي بریدونه په دشت برچي کې د میوند پر ورزشي کلب او ورسره نژدې وشول چې ورزشکاران، نندارچیان او خبریالان یې قربانیان وو.

د داعش ډلې ددې بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی و.

ټاکل شوې ده چې په کابل کې د وږي په نه ویشتمه نیټه د عاشورا مذهبي مراسم ترسره شي، چې لا دمخه یې د امنیت په اړه اندېښنې موجودې دي.


پرنت   ايميل