د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر راتلونکې اوونۍ کابل ته سفر کوي

تمه کیږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي به تر راتلونکې یوې اونۍ کابل ته سفر وکړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مرستیال زردشت شمس دا سفر په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو د هڅو په لړ کې یو تازه ګام وباله. نوموړې رسنیو ته وویل:

” له پاکستان سره زموږ د بحث عمده ټکي، طبعا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي راکمول او په دې برخه د پاکستان همکاري ده. “

ښاغلي شمس وویل، ټاکل شوې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني په بلنه د سیپټمبر د میاشتې په ۱۵ مه نیټه کابل ته ولاړ شي، او هلته له افغان چارواکو سره په بیلابیلو موضوعاتو بحثونه او خبرې وکړي.

افغانستان پرلپسې پاکستان تورن کړی چې په افغانستان کې د حکومت خلاف جنګیدونکو وسلوالو ډلو ته یې پر خپله خاوره خوندي پټنځایونه برابر کړی دي، او له هغوی سره همکاري کوي.


پرنت   ايميل