ولایتي شورا او مدني فعالان: د میدان وردګ ۲ ولسوالۍ محاصره دي

د میدان وردګ ولایتي شورا او مدني فعالان وایي چې د دغه ولایت ۲ ولسوالۍ له امنیتي ګواښ سره مخ دي.

دوی وایي، د دغه ولایت جغتو او دایمیرداد ولسوالۍ وسله والو طالبانو له ډېرې مودې راهیسې محاصره کړي، خو امنیتي چارواکي ورته لاس تر زنې ناست دي.

د میدان وردګ امنیتي مسؤلین هم دغه اندېښنې مني، خو وايي چې د خلاصون لپاره یې د عملیاتو پلانونه لري.

 


پرنت   ايميل