لوګر: د ښوونځیو بیا پرانیستل کېدو د "اختر د اوربند په څېر خوښ کړم "

د افغانستان په لوګر ولایت کې ۱۰۳ ښوونځي تر شاوخوا دوو اونیو تړل کېدو وروسته بېرته پرانیستل شوي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست د چارواکو په وينا، دغه ښوونځي د وسله والو مخالفينو له خوا تړل شوي وو او وايي په دغې مودې کې تر نیمايي ډېر

زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي او یا یې څلور نیم میاشتنۍ ازموینې ځنډېدلي دي.

د لوګر ولایت د پوهنې ريیس عبدالوکیل کلیوال رسنیو ته وویل دا به سخته وي چې په راتلونکې کې د ښوونځیو د نه تړل کېدو ضمانت دې وشي.

د ښاغلي کلیوال په وینا د دغو ښوونځيو د تړل کېدو له امله تر ۶۰ زرو ډېر زده کوونکي له زده کړو لېرې پاتې شوي وو.

د لوګر د پوهنې رییس وايي د سیمې د سپین ږیرو او مخورو د ښوونځیو په بیا پرانیستلو کې ډېره مرسته ورسره کړې ده.

په لوګر ولایت کې ۳۱۸ ښوونځي او ښوونیز مرکزونه شته چې تر ۱۳۰ زره ډېر زده کوونکي پکې زده کړې کوي. چې تر څلویښت زرو ډېر یې نجونې دي.


پرنت   ايميل