کابل کې موټر بم د ملي امنیت سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د کابل ښار لوېدیځ ته د پنځمې امنیتي حوزې په داود باغ سیمه کې د پنجشنبې په ورځ سهار نږدې پنځه بجې د ملي امنیت ریاست اړوند پر

صفر یو قطعه موټر بم برید وشو.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د بي بي سي خبريال محفوظ ذبیدي ته وویل، چې په دغه برید کې د ملي امنیت څلور غړي وژل شوي او پنځه ټپیان دي.

"یو ولسي وګړی هم وژل شوی او بل ټپي دی".

ویل کېږي د ملي امنیت ادارې دا غړي له میدان وردګ ولایت څخه کابل ته په لار و چې له برید سره مخ شول.

وسلوالو طالبانو رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي چې برید دوی کړی دی.

دا ډله زیاتوي چې د ملي امنیت د صفر یو قطعې موټر یې په نښه کړی دی.


پرنت   ايميل