امریکا د افغانستان او سیمې لپاره خپله ستراتیژي ارزوي

امریکايي چارواکي وايي د افغانستان او سیمې لپاره خپله ستراتیژي ارزوي، چې په پایله کې به یې دا ډاګیزه شي چې په کومو برخو کې ډیر کار او زیار ته اړتیا ده.

د متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېر اګسټ پر ۲۲ د افغانستان او سیمې لپاره ستراتیژۍ اعلان کړه.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزیف ووټل په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل د نوې ستراتیژۍ په رڼا کې پرمختګ شوی او په ټول کې دا ستراتیژي بریالۍ ده.

هغه زیاتوي چې د دې ستراتیژۍ له مخې ډیر څه پر سم لور روان دي، خو ځینې داسې برخې هم شته چې زموږ له تمې سره سم چټک پرمختګ پکې نه دی شوی:

"موږ به پر همدې برخو تمرکز وکړو. زما له نظره د ستراتیژۍ په رڼا کې پرمختګ شوی او په ټوله کې لوی بدلون ته اړتیا نشته. "

جنرال ووټل وايي په تیر اختر کې رامنځته شوي اوربند او د افغان ولسمشر له خوا طالبانو ته د بې قید او شرط خبرو وړاندیز په رڼا کې بې ساری فرصت رامنځته شوی.

له پاکستان هیلې او غوښتنې

جنرال ووټل د افغانستان په برخه کې د پاکستان پر رول هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې د پاکستان له خوا د مرستې نښې لیدل شوې خو لا هم ډیر څه ته اړتیا ده چې دغه هېواد یې باید په افغانستان کې دامن او ټیکاور لپاره وکړي:

"د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پوځي برخه او د سولې په تړاو روانو خبرو کې پرمختګ شوی، خو اړتیا ده چې پاکستان پر طالبانو او حقانې شبکې چې د دوی په خاوره کې میشت دي فشار ته دوام ورکړي".

د نوموړي په اند، اسلام اباد له څو لارو دا کار کولی شي:

"یو دا چې هغوی ونیسي، له خپلې خاورې یې وباسي او د سولې خبرو او له شته فرصتونو ګټې پورته کولو ته یې حاضر کړي".

د امریکا ولسمشر د افغانستان او سیمې لپاره د ستراتیژۍ اعلانولو پر مهال هم پاکستان ته خبرداری ور کړ چې له وسلوالو ملاتړ او په خپله خاوره کې ځای ور کول به درنه بیه ورته ولري.

امریکا له هغه راهیسې په څو پړاوونو کې پر پاکستان مرستې هم ودرولې.

پاکستان له وسلوالو ملاتړ ردوي.

د ستراتیژۍ مهمې برخې

له اوږده انتظار وروسته د تیر کال په اګست میاشت کې د امریکا ولسمشر د افغانستان او سویلي اسیا لپاره خپله ستراتیژي په ډاګه کړه.

امریکا د دې ستراتیژۍ له مخې افغانستان ته نور پوځیان واستول شول، په افغانستان میشتو امریکايي سرتیرو ته زیات واک ورکړل شو او له افغان ځواکونو هوايي ملاتړ هم پراخ شو.

په لومړیو کې پر دې ستراتیژۍ یوه نیوکه دا ده چې ډیر پام پوځي برخې ته شوی او د خبرو له لارې د یوه جوړ جاړي ته پام نه دی شوی.

خو امریکايي چارواکو د افغان حکومت له خوا له طالبانو سره د سولې د وړاندیز ملاتړ کړی او له طالبانو سره یې د افغان پلاوي په موجودیت کې د مخامخ خبرو امکان هم نه دی رد کړی.


پرنت   ايميل