پاکستان نن د سعودي عربستان د ولیعهد د تاوده هرکلي تابیا کړې

وویلېشوې چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د پاکستان له سیاسي او پوځي چارواکو سره په یو لړ مساېلو د خبرو لپاره په یو دوه ورځني سفر نن اسلام اباد ته لاړ شي.

که څه هم تر دې مخکې ټاکل شوې وه چې محمد بن سلمان به د شنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ شي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ وویل چې اسلام اباد ته د محمد بن سلمان سفر د نامعلومو لاملونو له امله یو ورځ وځنډېد.

د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې، د پاکستان حکومت اسلام اباد ته د سعودي ولیعهد ته د تود هرکلي تابیا نیولې چې په ترڅ کې به یې صدراعظم عمران خان په هوايي ډګر کې د هغه هرکلی وکړي.

پاکستان له سعودي تمه لري چې ولیعهد محمد بن سلمان اسلام اباد ته په خپل دوه ورځني سفر کې د پانګونې ځینې هوکړې لاسلیک کړي چې ارزښت یې تر ۱۲ میلیاردو ډالرو زیات وي.

له بلې خوا بیا د پاکستان حکومت په پلازمېنې اسلام اباد او ورسره نښتې راولپېنډۍ ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیولي او د دغو ښارونو ګڼو سیمو ته د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان به د پاکستان تر سفر وروسته هند ته هم لاړ شي.


پرنت   ايميل