د سولې په اړه غونډه په مسکو کې د ځايي وخت پر دوو بجو پيليږي

د افغانستان د سولې په اړه غونډه نن د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د ځايي وخت پر دوو بجو پيليږي.

ټاکل شوې ده یو شمېر افغان سياستوال د قطر له دفتره د طالبانو له استازو سره په دې غونډه کې خبرې وکړي.

افغان حکومت په‌دې غونډه کې له ګډونه ډډه کړې، ځکه د راپور له مخې له طالب استازو سره د مخامخ خبرو زمينه نه‌وه برابره.

په مسکو کې د افغانانو د کاري مرکز مشر غلام محمد جلال رسنیو ته وويل، هغه خبرې ردوي چې ګواکې د دې غونډې په جوړېدو سره افغان حکومت منزوي شوی دی.

زه په ډاګه ویلای شم چې د افغان حکومت منزوي کېدل، افغانستان ته سوله نه‌شي راوستلی نو په راتلونکو غونډو کې به افغان حکومت ګډون کوي.

پرته له افغان حکومته سوله راتلونکې نه‌ده.

د ښاغلي جلال په وينا، د دې غونډې د جوړېدو لپاره تخنيکي او فني مرسته د روسیې د بهرنيو چارو وزارت کړې ده.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو احتمالي نوماند حنیف اتمر، محمد محقق، عطا محمد نور، محمد یونس قانوني، اسماعیل خان، حکمت خلیل کرزی، عبدالهادي ارغنديوال او ګڼ نور سیاستوال په دې غونډه کې ګډون کوي.


پرنت   ايميل