حمدالله محب او اسدالله خالد د احتمالي اوربند په اړه وغږېدل

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب او د دفاع وزارت سرپرست اسد الله خالد له طالبانو سره د احتمالي اوربند پر لارو چارو خبرې وکړې.

د ملي امنیت د شورا په خپرې کړې اعلامیې کې راغلي دي چې دا غونډه پرون مازدیګر د ملي امنیت د سلاکار په دفتر کې وشوه.

په اعلامیه کې نورو امنیتي موضوعاتو ته اشاره شوې ده چې څرنګه دفاعي او امنیتي ظرفیتونه لوړ شي او څه ډول هوایي او پلي ځواکونو ښه تجهیز شي، خو د اوربند په ارتباط نور تفصیل نه‌دی ورکړل شوی.

تمه ده چې په نېژدې دوو اونیو کې د سعودي عربستان په جدې ښار کې له طالبانو سره د سولې خبرې وشي او هلته د اوربند پر مسئلې بحث وشي.

 
 

پرنت   ايميل