افغانستان د سیندونو د استنادي دیوالونو د پروژې تړون لاسلیک کړ

د افغانستان حکومت د وچکالۍ د اغېزو د له‌منځه وړلو او د سیلونو د مخنیوي په خاطر د پنځو دریایي حوزو لپاره د سیمي جالیو د پېرلو او لېږد تړون لاسلیک کړ.

دا تړون پرون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۲» په کابل کې د انرژي او اوبو وزارت او رحیم ګردېزي او مصطفی میټل لمېټېډ له شرکتونو سره وشو.

په‌دې مناسبت په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته ولسمشر اشرف غني وویل:

​"د دې کار له پیلېدو سره او د نتیجو له لیدو سره به موږ انشاء الله وتوانېږو چې هم د خپلو ځمکو د پراخو ویجاړېدو او له‌منځه تللو مخه ونیسو او هم خپلې اوبه مدیریت کړو."

ولسمشر غني زیاته کړه چې د دې پروژې د لګښت د راکمېدو په خاطر به په سیمي جالیو کې له وطني ډبرو استفاده وشي.

د کابل د پولي‌تخنیک پوهنتون استاد محمد عاصم مایار چې اوس د جرمني په شتوتګارت پوهنتون کې د اوبو د منابعو د مدیریت په برخه کې دوکتورا اخلي، ټینګار کوي چې دا پروژه باید دقیقه عملي شي او سرسري کار ونه‌شي چې بیا به یې تر ګټې زیان زیات وي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا ډول دیوالونه هغو ژویو ته ګټه لري چې په اوبو کې ژوند کوي، د هغوی ژوند نه زیانمنوي، که د سیندونو څنګ ته عادي دیوالونه جوړ شي بیا د اوبو ژویو ته فضا تنګېږي او هغه له‌منځه ځي. په پرمختللیو هېوادو کې هم له همدې ټکنالوژي کار اخېستل کېږي او په ښه ډول، خو په افغانستان کې باید دا دیوالونه کلک جوړ شي، دقت ورته وشي، څو تخریب نه‌شي."

په شمال کې د امام صاحب، شورتېپې او قرقین په ګډون امو سیند ته نېژدې د اکثرو ولسوالیو ځمکه د افغانستان خوا ته په وروستیو کلونو کې خوړل شوې ده او د خلکو ځمکې اوبو لاندې کړې دي.

حکومت تمه لري چې وروسته له څه باندې دوو اونیو به د پنځو دریایي حوزو د سیندو د استنادي جالیو پروژه پیل شي او له دې سره به د امو سیند دا ستونزه هواره شي، خو د اوبه خور د برخې یو شمېر متخصصین د عاصم مایار په ګډون په‌دې نظر دي چې په پنځو سرو دریایي حوزو کې د دې پروژې تطبیق په لنډ وخت کې ممکن نه‌دی او نژدې پنځه کاله وخت ته اړتیا لري.

د افغانستان حکومت وایي چې د دې پروژې له پلي کېدو سره به تر ۱۷۹ زره ډيرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.


پرنت   ايميل