د اسدالله خالد او امر الله صالح ګمارنه طالبانو ته جدي پيغام ګڼل شوى

ځينې سياسي تحليلګران وايي، پر مهمو وزارتونو د نويو څېرو ګمارنه، د ولسمشر محمد اشرف غني تاکتيکي اقدام دى.

دا اعلان په‌داسې حال کې کېږي چې له يوې خوا د جمهوري رياست انتخابات رانېږدې شوي، له بلې خوا د سولې خبرې تر پخوا چټکې شوي دي.

بل پلو د دولت د مخالفو وسله‌والو په وړاندې هم د حکومت پوځي مبارزه شديده شوې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون یکشنبه اسدالله خالد د دفاع او امر الله صالح د کورنيو چارو د سرپرست وزيرانو په توګه اعلان کړل.

دغه دوه سياسي څېرې د پاکستان او طالب وسله‌والو سرسخت منتقدان ګڼل کېږي.

ليکوال او د سياسي مسايلو څارونکى محمد شفيق امين وايي، دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ته د طالب-ضد اشخاصو ګمارنه په حقيقت کې وسله‌والو طالبانو ته جدي پيغام ورکوي.

نوموړی وايي:

"دغه وزيران چې نوي راغلي، تر پخوانيو ډېر طالب-ضد فکر لري. د سولې په وروستيو خبرو کې افغان حکومت ګوښه شوى دى. په وروستيو مذاکرو کې طالبان حاضر نه‌شول له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي. فکر کوم ولسمشر غواړي له دې لارې طالبانو ته پيغام ورکړي چې د فشار نيت لري او هغه څېرې يې دغو وزارتونو ته راوستلې چې طالب ضد دي."

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد په افغانستان کې د روانې جګړې د پاى ته رسېدو په هيله، په وروستيو کې د طالبانو له استازو سره کتلي.

خو وسله‌والو طالبانو تر اوسه د افغانستان د حکومت له استازو سره له مستقيمو خبرو انکار کړى دى.

د ولسمشر غني په فرمان کې راغلي چې اسد الله خالد او امر الله صالح به د ولسي جرګې له‌خوا د اعتماد د رأیو تر اخېستو پورې د سرپرستانو په توګه چارې پرمخ وړي.

 

 


پرنت   ايميل