پاکستان وايي د ډیورند کرښې په اوږدو کې يې ۲۳۳ کلاوې جوړې کړي

د پاکستان پوځ وايي، له افغانستان سره د ډیورند کرښې په اوږدو کې يې ۲۳۳ کلاوې جوړې کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند برید جنرال اصف غفور پرون شنبه وویل چې د دې ۲۶۱۱ کیلو متره اوږدې کرښې په اوږدو کې به د ازغن سیم د غځولو کار د راتلونکې کال تر پایه بشبړ شي.

ده پر ټویټرلیکلي چې تراوسه پورې د پاکستان پوځ ۸۰۲ کیلو متره ازغن سیم غځولی دی.


پرنت   ايميل