افغانستان کې د ټغر اوبدلو صنعت مخ پر 'ځوړ' دی

د فارياب ولايت د سوداګرۍ او صنايعو اداره وايي، د ټغر اوبدلو صنعت مخ په ځوړ روان دی.

فاریاب په افغانستان کې پر لاس د ټغر اوبدلو یو له اصلي تولیدوونکو ولايتونو دی چې ۳۰ په سلو کې د دې ولايت اوسېدونکي د همدې صنعت د ژوند لګښتونه پوره کوي.

د فاریاب د مرکز او ولسوالیو زرګونه کورنۍ پر ټغر اوبدلو د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.

یوه څلوېښت کلنه مېرمن له خپلې لور سره يوځای له سهار تر ماښامه پر ټغر اوبدلو بوخته وي.

د لسو ماشومانو دا مور له درېیو لسیزو راهيسې له ټغر سره سراو کار لري، خو اوس وېرېږي، هسې نه دا پخوانی زده کړی کسب چې د کورنۍ لپاره يې د ګټې وټې يواځنۍ لار ده، له لاسه ور نه کړي.

قمرالدین د لمڅیو د سوداګرو يو هغه دی چې د ټغر اوبدلو لپاره په لرې پرتو سيمو يا کليو کې تار وېشي. وايي اوس نه هومره پيسې سوداګر ته پاتي کېږي او نه کارګر ته.

د ټغر اوبدونکو د ټولنې د شمېرو له مخې دوه کاله وړاندې هره مياشت شاوخوا سل زره متره مربع ټغر پلورل کېدل، خو اوس دا شمېره په مياشت کې ۳۰ زرو ته راښکته شوې ده.

د فاریاب د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر نصير عظيمي رسنیو ته وويل، د فارياب ۳۰ سلنه خلک په ټغر اوبدلو بوخت دي، خو په دې وروستيو کې يې د سوداګرۍ په کمرنګه کېدو سره صنعت مخ په ځوړ روان دی.


پرنت   ايميل