د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې په شاوخوا کې انتحاري حمله شوې

افغان چارواکي وايي، کابل کې استقلال لېسې ته نېژدې نن یوې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.

د ملي امنیت یوې سرچینې رسنیو ته وویل، یو څانوژونکې بریدګر نن ماسپښین هغه مهال د ملک اضغر په څلور لارې کې چاودنه وکړه چې غوښتل یې دغلته نژدې راټولو شویو اعتراض کونکو ته ځان ورسوي. دې سرچینې ویلي، په سیمه کې د ملي امنیت یوې پوستې د بریدګر مخه ونیوله چې په نتیجه کې یې همدې پوستې ته نېژدې چاودنه وکړه. د سرچینې په خبره په چاودنه کې څو تنو ته چې امنیتي سرتېري هم په کې شامل دي مرګ ژوبله اوښتې خو دقیقه شمېره یې لا نه ده څرګنده. د کابل د امنیې قوماندانۍ سرچینو ویلي چې ښايي پېښه کې پولیس سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وي. د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد وايي، دا له چاودنې شل متره لېرې و، د رویټرز خبري اژانس د ښاغلي مجاهد له خولې وايي، لږ تر لږه ۴ جسدونه یې له مځکې پورته کړي خو پر مځکه نور هم پراته و. تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید پړه پر غاړه نه ده اخېستې. چاودنه په داسې حال کې شوې چې د پېښې سیمې ته نژدې سلګونه اعتراض کوونکي راټول شوي او د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو پر ضد د حکومت د پراخو عملیاتو غوښتنه کوي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي چې د کابل ښار په نننۍ انتحاري حمله کې ۶ تنه وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان دي. ښاغلي دانش زیاته کړه په وژل شوېو او ټپیانو کې ښځې او د امنیتي ځواکونه هم شامل دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح زیاته کړه چې د کابل ښار په دې پېښه ۳ تنه وژل شوي او اته تنه ټپیان روغتون ته وړل شوي.


پرنت   ايميل