انټرفاکس: د طالبانو ډله وایي، له کابل سره مستقیمو خبرو ته چمتو نه دي

د وسله والو طالبانو يوه استازي په مسکو کې ويلي چې د افغانستان له حکومت سره لا هم مستقيمو مذاکرو ته چمتو نه دي.

د وسله والو طالبانو يو استازى وايي، دوى د افغانستان له حکومت سره مستقيمو خبرو ته نه دي حاضر.

انټرفاکس اژانس د دې ډلې د مرکچي هيئت د مشر شېر محمد عباس ستانکزي خبرې را اخيستي چې د مسکو د پرونۍ غونډې له پاى ته رسېدو وروسته يې ويلي، دوى د افغان حکومت پرځاى د امريکا له متحدو ايالتونو سره مستقيم مذاکرات غواړي.

د مسکو په پرونۍ غونډه کې د روسيې لپاره د امريکا د سفارت يوه استازي هم برخه درلوده.

د سولې عالي شورا چې استازي يې په پرونۍ غونډه کې حاضر وو، د دې غونډې نتيجو ته هيله منده ده.

د دې شورا وياند سيد احسان طاهري رسنیو ته وويل، برخه والو هېوادونو له طالبانو سره د مستقيمو خبرو ملاتړ څرګند کړ.

دی زیاتوي:

"ټولو هېوادونو چې ګډون کړى و، د افغانانو د هغه غږ ملاتړ وکړ چې غواړي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي، غونډې له وسله والو طالبانو هم غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره چمتووالى اعلان کړي، د بين الافغاني مذاکرو تر چتر لاندې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني چې د افغانستان سوله او ثبات د افغانانو په لاس کې وي، ټولو هېوادونو ومنله چې بايد له افغان حکومت، د سولې عالي شورا او افغانانو سره همکاري لا پياوړې کړو چې د سولې پروسه تقويه او چټکه شي."

د مسکو غونډې ته د افغانستان ګاونډيو هېوادونو له دې جملې چين، ايران، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان هم خپل استازي ورلېږلي وو.

د افغانستان حکومت وايي، په دې غونډه کې د سولې عالي شورا د يوه خپلواک بنسټ په توګه برخه اخيستې وه.

په پام کې وه چې د مسکو غونډه چې د افغان حکومت استازي هم ورشي، په سپټمبر مياشت کې جوړه شي.

خو د افغان حکومت د اعتراض له کبله چې وايي، د سولې پروسې مشري او مالکيت بايد د افغانانو په لاس کې وي، دغه غونډه وځنډول شوه.​


پرنت   ايميل