کابل کې د ټاکنیز کمیسیون پر کارکوونکو ځانمرګی برید شوی

د افغانستان پلازمېنې کابل ښار ختیځ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته څېرمه ددغه کمیسیون د کارکوونکو پر لېږدوونکي کاسټر ځانمرګی برید شوی، چې د امنیتي چارواکو په وینا، دوه پولیس او د کمیسیون څلور کارکوونکي پکې ټپیان شوي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد رسنیو ته وویل، بریدګر پلی روان و، چې پولیسو هدف ته تر رسېدا مخکې پېژندلی او بریدګر پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.

ښاغلی مجاهد وايي، پېښه د دوشنبې په ګهیځ شاوخوا اته بجې د نهمې امنیتي حوزې اړوند کې وشوه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند عزیز ابراهیمي هم د ټاکنیزو کارکوونکو پر لېږدوونکي موټر برید منلی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

د کابل نهمې امنیتي حوزې امر بسم الله تابان وايي، برید هودخېلو بازار کې شوی چې په وینا یې تر اوسه د دوو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی شوی.

د پېښې ټپیان روغتون ته وړل شوي او روغتیايي وضعیت یې ښه بلل شوی.

تر اوسه د برید مسؤولیت کومې ډلې نه دی منلی.


پرنت   ايميل