د غني سفر؛ لښکرګاه کې د توغندي برید شوی

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته نن ګهیځ (لړم پنځمه/اکتوبر ۲۸مه) د ولسمشر غني تر رسېدا وروسته بُست هوټل ته نژدې یو هاوان لګېدلی دی، چې د چارواکو په وینا، مرګ ژوبله نه لري.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د توغندي توغېدل مني، خو وايي له پلټنو وروسته مالومه شوه، چې وسله والو په موټر کې دا توغندی بار او پر ښار یې توغولی دی.

نوموړی وايي، هوايي ځواک یاد موټر په نښه او له منځه وړی دی.

د امنیه قومندانۍ یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته د توغندي لګېدل تایید کړي، چې په وینا یې کومه مرګ ژوبله یې نه درلوده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي، چې له ولسمشر سره د هلمند سفر کې ملګری دی، وايي، د ولسمشر غني پروګرام په عادي ډول مخته ځي او د ښاغلي غني د اوسېدو ځای کې د چاودنې کوم غږ نه دی اورېدل شوی.

د هلمند ولایت ودانۍ د پېښې له ځایه شاوخوا پنځه سوه متره لرې او بُست هوټل له هغه ځایه شاوخوا درې سوه متره لیرې واټن لري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني هلمند کې له امنیتي او دفاعي چارواکو سره لیدنه کې د هغوی همغږي وستایله.

ویناپاڼه وايي، ښاغلي غني د هلمند په قول اردو کې په راغلو بدلونونو خوښي وښوده او په قول اردوګانو کې یې د منسوبینو پر ښوونې او روزنې او د هغوی د ظرفیت پر لوړولو ټینګار وکړ.

د ولسمشرۍ ویاند هارون چخانسوري ویلي، ښاغلی غني به د جبار قهرمان او صالح محمد اڅکزي له کورنیو سره پر غمشریکۍ ښودلو سربېره، د هلمند ملکي او نظامي مسوولینو، مشرانو او متنفذینو، علماوو، ښځو، ځوانانو، او د پوهنتون له استادانو سره وګوري.

په پام کې ده، چې ولسمشر به نن د هلمند له عامو خلکو سره هم مخاخ خبرې وکړي.


پرنت   ايميل